هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 26, 2025 at 09:56 AM
*په هلمند پوهنتون کي د دینی مدارسو د فارغانو د سويې د تثبیت ازموینه پیل سول.* نن چهار شنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د دیني مدارسو د فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه سويې د تثبیت ازموینه د یو غونډي په ترڅ کي پیل سوه. په غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادان، د ازموینو ملي ادارې استازي او د هلمند د معارف ریاست مسؤلینو ګډون درلود. غونډه د هلمند پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په ښه راغلاست وینا پیل سوه، وروسته د معارف ریاست سرپرست رئیس او د منابعو اداري آمر حافظ حکیمي مولوي صاحب وینا وکړه. د غونډي وروستۍ وینا د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي مشر مدیرجان کوټوال وکړه. نوموړي د ازمویني د پروسې حاضرینو ته د شفافیت ډاډ وړاندي کړ او زیاته یې کړه چي د امتحاناتو پروسه به د هر ډول درغلۍ څخه پاکه وي او هر امتحان ورکوونکي ته به د خپل استعداد مطابق درجې ورکړل سي. نوموړي همداراز د هلمند پوهنتون د رهبرۍ او همکارانو څخه مننه وکړه، چي همېشه یې د یادي ادارې سره د چارو په تنظیم کي مرسته کړې. ورپسې د فاضلانو په حضور کي د ازمویني صندوقونه خلاص سول او ازموینه په رسمي ډول پیل سوه. نېټه: ۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments