هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 26, 2025 at 10:29 AM
*د دوهمو واحدونو کنډک قوماندان د ټولو اړوند مسوولینو سره غونډه وکړه:* نن ورځ چهارشنبه سهار مهال د هلمند دوهمو واحدونوکنډک قوماندان نجم السحر صاحب په داسي حال کي چي د یاد کنډک مرستیال ابوریحان صاحب هم حضور درلود ددې کنډک اړوند مسوولینو او مجاهدینو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کي د یاد کنډک د لمړۍ ټولۍ مسوول مقبول مولوي صاحب،ددوهمي ټولۍ مسوول یاسر مولوي صاحب،ددرېیمي ټولۍ مسوول حاجي وفادارصاحب،دیادو ټولیو مرستیالانو،دلګۍ مشرانو،دمخابرې آمر مولوي عبدالله صاحب او مجاهدینو ګډون کړی وو. په دې ناسته کي د امنیت،ګډي همکارۍ او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو اړوند خبري وسوې.اصلاحي بیانونه وسوه او د مطرح سوي موضوعاتو په تړاو لازم تصامیم ونیول سوه. نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments