هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 26, 2025 at 01:35 PM
*لښکرګاه ښار کي دوه لابراتوارونه د حفظ الصِحې نه مراعت کولو په خاطر وتړل سو*: د هلمند ولایت د عامي روغتیا رئیس الحاح قاري مولوي فضلي احمد شفیع الله په لارښوونه ددې ریاست د خوړو او درملو آمریت د روغتیایي قوانینو بررسي د څارني ټیم په ملتیا د نن ورځي په جریان کي د اوه " ٧" بابه لابراتوارونو څخه څارنه ترسره کړل. د یادي څارني په ترڅ کي الهام او هلمند طبي لابراتورونه چي حفط الصِحه یې نه وه مراعت کړې د روغتیایي قوانینو بررسي د څارني ټیم لخوا ټاپه او وتړل سوه. د یادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم د روغتیایي قوانینو بررسي ټیم ورته څارني تر سره کړي دي. نېټه: ١٤٤٦/٨/٢٨ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments