
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 26, 2025 at 01:36 PM
*د عمومي زده کړو آمرد تخنیکي او مسلکي زده کړو مسؤولينو سره وکتل*
نن ورځ چهارشنبه،دهلمند ولایت پوهني ریاست د عمومي زده کړو آمر الحاج مولوي عبدالله ذاکر په خپل کاري دفتر کي د تخنیکي او مسلکي زده کړو مسؤولينو سره وکتل.
د یادي کتني پرمهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت اړوند "۲۱۳۹" تنه زده کوونکو د نهم"۹' ټولګي د بریالیتوب د کچي د ارزوني لپاره د نوم لیکني او ثبت نام په اړه بحث وسو.
دواړو لورو خپل نظریات سره تبادله کړه او په یو لړ اهمو موضوعاتو يي تصامیم ونیول.
دیادوني وړده:چي دغه ډول لیدني د یادو زده کوونکو څخه د ازموینو په ترسره کولو باندي مثبت اغېز لري.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.