هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 26, 2025 at 01:36 PM
*د اتمي خالد بن وليد سرحدي لواء مجاهدینو په سيلابونو کي پاته ولسي وګړو ته پروخت رسیده ګي وکړه.:*
د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي څانګه خبر ورکوي چي ددې قول اردو اړوند د اتمي خالد بن وليد سرحدي لواء مجاهدینو تېره شپه د نيمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کي هغه ولسي وګړو ته پروخت ځانونه ورسول چي سيلابونو يي کورونه وړي وه.
يادو سيلاب ځپلو هيواد والو کي ۶ تنه زخميان او يوه ماشومه انجلۍ په شهادت رسیدلې وه چي په زخميانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
د یادې لواء درستیزوال الحاج رحمت صاحب وايي چي زخميان يي د اتمي خالد بن وليد سرحدي لواء کلینيک ته د تداوۍ لپاره انتقال کړه.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.