
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 26, 2025 at 01:38 PM
*د هلمند حوزوي لوی ریاست انجنیرانو د هلمند سیند د سېلابي اوبو د جریان اندازه ګیري ترسره کړه*
نن ورځ چهارشنبه د هلمند حوزوي لوی ریاست رئیس الحاج قاري عبدالهادي "هادي" صاحب په هدایت د دغه ریاست اړوند د اوبو د سرچینو آمریت انجنیرانو د هلمند سیند د لشکرګاه استیشن په ساحه کي د کېبلوي استیشن په ذریعه د سېلابي اوبو د جریان اندازه ګیري ترسره کړه
د یادي اندازه ګیرۍ څخه موخه د سېلابونو ښه مدیریت دی تر څو د کمال خان بند د سېلابي اوبو راپور پر وخت ورسیږي
چې د همدي سېلابي اوبو د مقدار په اساس په بند کي د سیلاب د کنټرول لپاره امادګي ونیول سي.
نېټه:۱۴۴۶/٨/۲۷ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.