هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 27, 2025 at 10:12 AM
*سنګين پوهني آمر د رواني يوې اونۍ په جریان کي د پنځه"۵"بابه مدرسو د اداري او تدریسي چارو څخه ليدني ترسره کړې:* د هلمند ولایت پوهني ریاست اړوند دسنګین ولسوالۍ پوهني آمر مولوي احسان الله منصور دیوې"۱" اونۍ په جریان کي د یادي ولسوالۍ له پنځه"۵" بابه نورالهدای دارالحفاظ، لوی کندهار دارالعلوم حنفیه، فیض القرآن، دارالعلوم حقانیه، منظمه حقانیه، د تدریسي چارو، دهاشم سارواني مرکزي لیسې او د پوهني آمریت د ودانۍ دودانیزو چاروڅخه لیدنه وکړه. همداراز د هاشم سارواني لیسې مربوط دوکانو څخه یې دغصب مخنیوی وکړ. نوموړي د یادي ولسوالۍ دپوهني دسیستم دپرمختګ او اداري کارونو کي دچټکتیا لپاره نوي طرحي په کار اچولي. مولوي منصور صاحب د ښوونکو او زده کونکو لپاره د غوره تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو په هدف له خپلي ادارې سره د همغږۍ په چوکاټ کي د مختلفو ابتکاراتو اوپلانونو لپاره کار روان کړی تر څو په زده کړیيز بهیر کي لاهم چټکتيا راسي. یادوني:وړده چي ښاغلي منصور د یادي ولسوالۍ د پوهني مسؤولینو،علماء کرامو، او مخورو مشرانو سره د علمي پرمختګ په اړه مجلسونه ترسره کړي دي. نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۸ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments