هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 27, 2025 at 10:34 AM
*د نوزاد ګورز سیمه کي د تابعیت تذکرو"پېژندپاڼو" د وېش لړۍ پای ته ورسېدل:*
د هلمند ولایت مقام اواحصائیې او معلوماتو ملي ادارې د هدایت په اساس د هلمند احصائیې او معلوماتو ریاست رئیس الحاج حافظ محمدرباني"حاجي هېواد"صاحب د خپل کاري او مسلکي ټیم په ملتیا د نوزاد ولسوالۍ ګورز سیمي ته سفر وکړ او هلته یې د یادي سیمي خلګو ته د پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل کړه؛ چي د څلورو"۴" کاري ورځو په جریان کي ددې سیمي خلګو ته زر"۱۰۰۰" جلده کاغذي پېژندپاڼي د اصولو او مقرراتو سره سم ووېشل سوې او نن پنجشنبه دغه لړۍ پای ته ورسېدل.
ښاغلی حاجي هېواد وایي چي د پېژند پاڼو د وېش دغه ګرځنده لړۍ به د اړتیا وړ مواردو کي نورو لېري پرتو ولسوالیو ته هم وغځول سي.
د یادولو ده چي د نوزاد ګورز سیمه ددې ولسوالۍ له مرکز څخه په لېري واټن کي پرته سیمه ده چي خلګو یې د اقتصادي ستونزو له امله نسوه کولای په اسانۍ سره د ولسوالۍ مرکز ته د تذکرو اخیستلو په موخه ولاړسي نو د یادي ولسوالۍ مسوولینو او ولسي خلګو د ولایت مقام څخه د مرستي غوښتنه کړې وه.چي پر اساس یې یاد اجراات ترسره سوه.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۸ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.