هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 27, 2025 at 12:45 PM
*دوه عرادې بند سوي موټران د امنیتي ځواکونو په مرسته را وایستل سوه:* تیره ورځ ناوخته د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ تاګرشک مانده سیمه کي دوه عرادې لوکسل موټران چي د هیوادوالو څخه بند سوي وه د همدې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو له لوري سیمي ته تر رسېدلو وروسته را وایستل سوه او پکښي سپاره درې تنه هیوادوال د مرګ څخه وژغورل سوه. دامنیه قوماندانۍ ویاند ښاغلی حقاني وایي: دا په داسي حال کي ده چي امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د هیوادوالو د خدمت لپاره پرځان یوه کړې او د ستونزو پر وخت د هیوادوالو سره د مرستي په موخه ځانونه د پېښي ځای ته رسوي تر څو هیوادوال وژغورل سي. باید یادونه وسي چي تا ګرشک یوه دښتي سیمه ده او هلته امکانات شتون نلري که خدای مکړه وسایطو ته کومه تخنیکي ستونزه پېښه سي سپرلۍ یې د اوبو د نشتون او نه امکاناتو له امله د مرګ سره مخامخ کیږي. نېټه: ۱۴۴۶/۸/۲۸ هـ ق. هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments