هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 27, 2025 at 02:50 PM
*د هلمند ولایت ناوې ، مارجې او ګرمسېر ولسوالیو "٦٥" کورنیو سره د شیدو د پروسس توکو مرسته کېږي* د هلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په مالي همکارۍ ، څه موده وړاندي د ناوې ، مارجې او ګرمسېر ولسوالیو پر "٦٥" بې وزلو او اړمنو کورنیو دشیدو بزې او حیواني خوراکه ووېشل سول چې په ترکیب کې یې هرې مستحقي کورنۍ ته ٢ رأسه د شیدو بزې ، ١٠٠ کیلوګیرامه خوراکه او د اوبو او خوراک لوښي شامل و. دیادې پروسې په تعقیب نن ورځ همدغو کورنیو ته د شیدو د پروسس په برخه کي د اړینو توکو وېشلو چاري هم پیل سوي دي. ددغو مرستو موخه د بې وزله کورنیو لاسنیوی ، په کور دننه بې کفالته کورنیو ته د کاري زمینې برابرول او د ناداره کورنیو د لومړنیو اړتیاو پوره کول دي. نېټه: ٢٨/ ٨/ ١٤٤٦ هـ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments