هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
March 1, 2025 at 05:55 AM
*برېښنا ریاست کارکوونکو ته د برقي تجهیزاتو د عایقیت معلومولو په برخه کي درې "٣" ورځنۍ سمېنار ور کړل سوه:*
د هلمند برېښنا ریاست اړوند د عملیاتي معاونیت کارمندانو د یوه "١"اونۍ په جریان کي د هلمند برښنا ریاست په تالار کي د ټیټ ، متوسط ،لوړ ولتاژونو ، کیبل د عوارض ځایونو د ژر پیدا کول او د برقي تجهیزاتو د عایقیت د معلومولو په موخه د هلمند برښنا مسلکي پرسونل ته درې ورځنۍ سمېنار ترسره کړ
چې په یاد سمېنار کي د هغو ماشینونو نظري تدریس او عملي تجربې ترسره سولې کوم چې د عوارضاتو په لا ژر پیداکولو کي ترې کار اخیستل کیږي.
او هم دارنګه په تېره اونۍ کي د بارانونو او طوفانونو له وجي د لاندي خروخي فیدرانو شارټي اصلاح سولې
1- د LG08 فیدر شارټي اصلاح سول چې د بولان په ساحه کي یو (20kv) لین شکېدلی وه.
2-د LG03 فیدر شارټي اصلاح سول چې د قلعه کهنې په ساحه کي یوه (20kv) انسلیټر تخریب سوی وو.
3-د LG06 فیدر شارټي اصلاح سول چې د تورټانګ په ساحه کي دوه (3.3kv) لینونه شکېدلې وه.
4-د LG09 فیدر شارټی اصلاح سول چې د صافیانو په ساحه کي یو (20kv) لین د براکیټ سره ارت سوی وو.
5- د LG09 فیدر شارټي اصلاح سول چې د صنعتي پارک په ساحه کی درې( 20kv) پایې نړېدلي وې.
6- د لښکرګاه ښار په مختلفو ساحو کي د (12)پایو ترانسفارمرانو عوارض اصلاح سول .
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.