
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
March 1, 2025 at 11:55 AM
*لښکرګاه کي د اطفائیه مدیریت نوې څانګه پرانیستل سوه:*
د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ داطفائیه مدیریت له لوري د مرکز لښکرګاه درېيمي امنیتي حوزې بولان سيمه کي د اطفائیه مديريت نوې څانګه پرانستل سوه.
دامنیه قوماندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني په خبره یاده څانګه د روزل سوو کارکوونکو سربیره په پرمختللو وسایلو مجهزه ده، کولای سي د بولان او شا او خوا سیمو اوسېدونکو ته په بیړنیو حالاتو کي لازم خدمات وړاندي کړي.
د بولان او شا او خوا سیمي اوسېدونکي چي تر دې وړاندي یې د اور وژني خدماتو ته لاسرسی کم وو د دې څانګي په پرانیستلو سره به د یادي سیمي د اوسېدونکو شته ستونزي حل سي.
نېټه: ۱۴۴۶/۹/۱ هـ ق.
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.