
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
March 1, 2025 at 03:06 PM
*مرکز لښکرګاه کي له حیواني درمل پلورنځیو څارنه وسوه*
نن ورځ دهلمند ولایت کرني اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر مولوي محمدعمر ابویاسر او اړوند کارکوونکو له لوري مرکز لښکرګاه کي له حیواني درمل پلورنځیو څخه نظارت او څارنه تر سره سوه.
دیادي څارني په ترڅ کي د حیواني درملو پلورنځیو جوازونه ، ددرملو کیفیت او تاریخونه وکتل سول او یوه اندازه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل راټول کړل سول.
همدارنګه حیواني درمل پلورونکو ته سپارښتنه وسوه چي د خپل کار او فعالیت قانوني جوازونه ترلاسه کړي ترڅو چاري یې په اصولي ډول مخي ته ولاړي سي.
نېټه:١/ ٩/ ١٤٤٦ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.