
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
March 1, 2025 at 03:08 PM
*د باغران او موسی قلعه ولسوالیو د مسوولینو،علماءکرامو او قومي متنفذینو په منځګړیتوب ددوه"۲" کورنیو ترمنځ شخړه حل او په دوستۍ بدله سوه:*
څه موده وړاندي د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ جغتو سیمه کي ددوه"۲" کورنیو ترمنځ شخړه راغلې وه چي په نتیجه کي یې یو تن وژل سوی ؤ.
نو د یادو ولسوالیو د مسوولینو په همکارۍ او همږغۍ د علماءکرامو او قومي مخورو په منځګړیتوب او زیار تېره ورځ ددغه دوه"۲" کورنیو ترمنځ راغلې شخړه د سولي له لاري حل او دښمني یې په دوستۍ بدله سوه.
د علماءکرامو او قومي مخورو د پرېکړي په اساس د مقتول کورنۍته اتلس"۱۸" لکه افغانۍ ورکړل سوې او ددواړو کورنیو ترمنځ سوله وسوه.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.