نورايل کليوال Noorayel Kaliwal
نورايل کليوال Noorayel Kaliwal
May 11, 2025 at 04:15 AM
د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیندهـ ایالت استازی نور الله ترین وايي، “نه جـ نګ و نه شی و، هسې خدای پاک ځيني پښتانه شاڼه بشاڼه شرمول.” ترین هغو پښتنو مشرانو ته اشاره کړې ده چې د هند او پاکستان د ترینګلتیا وروسته یې د پاکستان سره اوږه په اوږه د درېدو اعلانونه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مشران په پښتونخوا کې يوازیني پښتانه شول چې ولس ته یې سپینه خبره وکړه او د پاکستان پوځ یې پردی وباله. “ د پاکستان پوځ پردی دی، موږ یې تل و۰ژ لي یو، موږ خو لېوني نه یو چې د پښتنو د قـ اتلانو سره شانه بشانه ودرېږو.” د پي ټي ایم ور هاخوا بیا عوامي نېشنل ګوند چې تل یې د پښتو او افغانیت دعوا هم کړې ده، په سخت وخت کې د پاکستان د پوځ هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ. د دې ګوند مشر ایمل ولي خان د پاکستان د پوځ په اشارو په دې سخت وخت کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ هم څو ځلې نیوکې وکړې، خو د یاد غورځنګ لخوا ورته د غبرګون حیثیت هم ورنکړل شو. ایمل ولي خان د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند وروسته سمدستي د دې هېواد صدر اعظم شهباز شریف ته له دې لوی ناتار څخه د ژغورل کېدو مبارکي هم ورکړه.
Image from نورايل کليوال Noorayel Kaliwal: د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیندهـ ایالت استازی نور الله ترین وايي، “نه جـ...
👍 1

Comments