نورايل کليوال Noorayel Kaliwal
May 13, 2025 at 01:30 AM
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د دې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ د غړي لیاقت یوسفزي پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې ده.
پښتین زیاته کړې، لیاقت یوسفزی زموږ د لومړۍ ورځې تکړه، باجرته او مخکښ ملګری و چې تر اخري وخته پورې یې د مظلومانو ملګرتیا وکړه او د تحریک په سپېڅلې مبارزه کې بوخت پاتې شوی و.
منظور پښتین د لیاقت یوسفزي مړینه لویه ضایع ګڼلې، او د ټولو ملګرو ترڅنګ یې د هغه د کورنۍ غړو ته د صبر او لیاقت یوسفزي ته د مغفرت دعا او د جنت غوښتنه کړې ده.
لیاقت یوسفزی چې د نیولشوي خېبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و، تېره ورځ یې د زړه د حملې له کبله روح حق ته وسپاره.
❤️
😢
👍
5