نورايل کليوال Noorayel Kaliwal
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                May 14, 2025 at 10:30 AM
                               
                            
                        
                            د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوريې د ولسمشر احـ.ـمد شـ.ـرع سره د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په منځګړتوب او د ترکیې د ولسمشر طـ.یب اردغـ.ـان په همکارۍ په رياض کې وليدل.
د امریکا د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليويټ پر خپله ايکس پاڼه د دغې ليدنې په اړه ویلي، ولسمشر ټرمپ له احـ.ـمد شـ.ـرع څخه وغوښتل چې “له اسراييلو سره به ابراهـ.ـيمي تړون لاسلیکوي، د فلسـ.ـطیني ترهګرو په ګډون به ټول بهرني ترهـ.ـګر له سوريې څخه باسي، د دا عـ. ــش ډلې د مخنيوي لپاره به امريکا ورسره مالي مرسته کوي او د سوريې په شمال کې به د دې ډلې د مرکزونو نيولو مسووليت پر غاړه اخلي.”
لویټ ویلي، احـ.ـمد شـ.ـرع د ترکیې او سعودي له ولسمشرانو د ټرمپ سره د لیدنې فرصت برابرولو مننه کړې ده او ويلي يې دي، چې د سوريې او امريکا د شريکو ګټو ساتنه ورته تر هر څه لومړيتوب لري. 
د سپينې ماڼۍ وياندې همداراز زياته کړې، ولسمشر احـ.ـمد شـ.ـرع ژمنه کړې چې سوريه به د ختيځ او لويديځ ترمنځ د يوې مهمې حلقې په توګه عمل وکړي.
ښاغلي شـ.ـرع غوښتنه کړې چې امريکايي شرکتونو دې د سوريې پر تېلو او ګازو پانګونه وکړي.
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            😢
                                        
                                    
                                    
                                        6