
نورايل کليوال Noorayel Kaliwal
May 26, 2025 at 03:44 PM
د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر او په پاکستان کې افغان سفیر په کابل کي له یو لاس ګاډۍ څخه سبزي اخلي.
عبدالرشید آرین د خلق ډموکراټیک ګوند د واکمنۍ پرمهال په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور نشراتي معین، وروسته د همدې کال په پای کي په پاکستان کې د افغانستان سفیر او له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۶۰ کال پوري د افغانستان د عدلیې وزیر پاته سوی دی.
نوموړی د خلق ډموکراټیک ګوند د رهبرۍ شورا غړی هم پاته سوی دی.
ښاغلی آرین دامهال د کابل په زاړه مکرویان سیمه کي ژوند کوي.
د نوموړي په اړه یو چا راته ویلي وو چې په همدې لاس ګاډي کې سبزي خرڅوي، خو د ويډیو د نشر وروسته یې یو دوست راسره اړیکه ونیول او ویې ویل چې ښاغلی آرین سبزي خرڅوی نه بلکي اخلي یې. (له دې کبله مي پوست ایډیټ کړ)
دې کس زیاته کړه چي د آرین صاحب زامن شته او هغوی خپل کار روزګار کوي.
😢
❤️
👍
7