
نورايل کليوال Noorayel Kaliwal
June 4, 2025 at 06:33 AM
راپورونه وایي، د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الـ..ـشـ..ـرع د روان کال په سپټمبر میاشت کې امریکا ته سفر کوي.
د راپورونو له مخې، هغه به د امریکا له ولسشمر او نورو امریکايي چارواکو سره د لیدنو سربېره د ملګرو ملتونو سازمان په کلنۍ غونډه کې ګډون او وینا هم وکړي.
دا به د سوریې په تاریخ کې د ۶۰ کلنو ځنډ وروسته لومړی ځل وي چې سوریایي مشر د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون کوي.
یو شمېر نا تایید شوي خبرونه دا هم دي چې د الـ.ـشـ.ـرع سره به د هغه مېرمن لطیفه هم په دې سفر کې ملتيا کوي.
احمد الـ..ـشـ..ـرع چې ډېری افغانان یې دوهم امیر الـ.ـمـ.ـؤمـ..ـنین هم بولي ویلي، د امریکا سره اړیکې ورته تر هر څه لومړیتوب لري او د دغو اړیکو ښه کولو لپاره به هر ډول اغېزمن ګامونه اخلي.

❤️
👍
💐
4