Hamasa Media
Hamasa Media
June 2, 2025 at 06:15 AM
اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته د روسیې پر څلورو اټومي پوځي اډو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۴۱ روسي بم‌غورځوونکې الوتکې ویجاړې شوې دي. د اوکراین د امنیتي ادارو په وینا، دا عملیات چې "تار" نومول شوي، له ۱۸ میاشتو راهیسې پلان شوي وو او د ولسمشر زېلېنسکي تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شول. زېلېنسکي ویلي، دا یو "بشپړه خپلواکه هڅه" وه، چې له مخکې یې له هېڅ بهرني لوري، آن امریکا، سره همغږي نه وه شوې. د راپورونو له مخې، په برید کې ۱۱۷ بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې، او د له منځه تللو الوتکو ارزښت تر ۷ میلیاردو ډالرو لوړ اټکل شوی. د ټېلګراف او رویترز د معلوماتو پر بنسټ، دا بریدونه د روسیې پر خاوره د اوکراین تر ټولو لرې واټن لرونکي او ویجاړونکي عملیات بلل شوي دي.
Image from Hamasa Media: اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته د روسیې پر څلورو اټومي پوځي اډو بر...

Comments