Hamasa Media
Hamasa Media
June 2, 2025 at 07:12 AM
د طالبانو حکومت د څرخي پله له زندان څخه یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې د طالبانو مشهور مبلغ او د کابل امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین روغتیایي حالت خراب شوی دی. یادې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي، په داسې حال کې چې نوموړی د څرخي پله په جزایي بلاک کې بندي دی له هر ډول حقوقو یې بې برخې کړی. نوموړي وویل:« د جنرال صیب مبین صحت ښه نه دی، پایوازان یې ورته نه پریږدي او په داسې حال کې چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی سم چلند هم ورسره نه کیږي.» د طالبانو حکومت ښاغلی مبین کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال هغوی ته په سپکاوي تورن کړی او د یو نیم کال زندان حکم يې پرې کړی.
Image from Hamasa Media: د طالبانو حکومت د څرخي پله له زندان څخه یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ت...
😮 1

Comments