Hamasa Media
Hamasa Media
June 2, 2025 at 07:49 AM
وال‌ستریت ژورنال وایي، چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې دوه نوي راپورونه ښيي چې ایران لا هم په پټه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې کوي. راپورونه وایي چې ایران د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو ذخایر نږدې دوه برابره کړي، چې دا اندازه د لسو اټومي بمونو د جوړولو لپاره کافي ده. وال‌ستریت ژورنال لیکي، ایران یوازینی هېواد دی چې پرته له دې چې اټومي وسله ولري، دومره لوړه کچه د یورانیمو غني‌سازي ترسره کوي. دغه ژورنال وایي، چې دا کار یوازې د وسلو د جوړولو لپاره منطقي ګڼل کېږي. دوهم راپور ښيي چې ایران له دغه آژانس سره د پټو اټومي فعالیتونو په اړه همکاري نه ده کړې او د څېړنو مخه یې نیولې ده. په یادښت کې ویل شوي، تر څو چې د ایران ټول فعالیتونه څرګند نه وي، هېڅ ډول توافق نه‌شي ضمانت کولی چې ایران به ژمن پاتې شي.
Image from Hamasa Media: وال‌ستریت ژورنال وایي، چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې دوه نوي راپورونه...

Comments