Hamasa Media
Hamasa Media
June 2, 2025 at 10:36 AM
‏د جمعیت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن د ماشوم‌واده د مخنیوي قانون غندنه کړې او هغه یې له اساسي قانون او اسلام سره ټکر کې بللی. نوموړی وایي، د دې قانون پر ضد به د چنګاښ په ۸مه یوه لویه ولسي غونډه جوړوي او خلک به د دې قانون له عواقبو خبر کړي. دا قانون د یکشنبې په ورځ د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري له‌خوا لاسلیک شوی، چې له مخې یې په اسلام‌اباد کې د واده قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی. مولانافضل الرحمن زیاته کړې، چې دا قانون به په هره کچه وننګوي. نوموړي د طالبانو د یوه نظامي کمپ د مشر سعیدالله سعید هغه څرګندونې هم ستایلې، چې ویلي یې وو، له اجازې پرته هیڅ ډله له هېواد څخه بهر جهاد ته نشي تللی.
Image from Hamasa Media: ‏د جمعیت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن د ماشوم‌واده د مخنیوي ...

Comments