Hamasa Media
Hamasa Media
June 2, 2025 at 01:59 PM
د طالبانو حکومت ویلي، د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي ستونزو تر ټولو زیاته ضربه افغان ښځو ته رسېږي. د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر، مطیع‌الحق خالص، له نړیوالو ادارو غوښتي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه راپورنو کې افغانې زیانمنې ښځې له راپورونو او مرستو ونه‌وباسي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبان حکومت خپله پر ښځو د زده‌کړو او کار بندیزونه لګولي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دغو محدودیتونو له امله نړیوالو مرستو کې کموالی راغلی. همداراز، د طالبانو د حکومت د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته ګواښونه او پر هغوی لګول شوي محدودیتونه هغه څه دي، چې د بشري مرستو فعالیتونه یې سخت اغېزمن کړي دي.
Image from Hamasa Media: د طالبانو حکومت ویلي، د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي ستونزو تر ټولو زی...

Comments