
Hamasa Media
June 2, 2025 at 02:23 PM
د پاکستان، خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د مې میاشتې پر مهال ۸۵ بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۲ پوځیان او ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې دا بریدونه تر ډېره په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي او د اپرېل میاشتې په پرتله پکې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی.
راپور زیاتوي چې په پنجاب، سند او ازاد کشمېر کې کوم وسلهواله پېښه نه ده شوې؛ خو د هند او پاکستان ترمنځ نښته کې هم دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې.

👍
2