Hamasa Media
Hamasa Media
June 4, 2025 at 08:18 AM
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو لخوا د پاکستان پر ضد ونه‌کارول شي. نوموړي دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د پېښور د سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، لوړپوړو امنیتي چارواکو او قبایلي مشرانو سره د ناستو پر مهال وکړې. شهباز شریف د خېبر پښتونخوا د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې، د "خوارجو فتنې" او د هند تر ملاتړ لاندې "ترهګریزو ډلو" پر ضد د پاکستان پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ. هغه زیاته کړې چې د پښتنو زړورتیا او استقامت د پاکستان د ملي تاریخ یوه ویاړلې برخه ده. نوموړي ژمنه کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې به سوله "په هره بیه" وساتل شي، او د دغه ایالت له ځوانانو یې وغوښتل، چې د پاکستان په ثبات، یووالي کې ونډه واخلي.
Image from Hamasa Media: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د افغانستان خاوره باید د هند ...

Comments