Hamasa Media
Hamasa Media
June 5, 2025 at 08:06 AM
‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي او د راستنېدونکو اړتیاو، د بهر میشتو افغانانو د ستونزو، خصوصي سکتور د پیاوړتیا او پانګونې د جذب په اړه یې خبرې کړې دي. متقي له یوناما غوښتي، چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان واقعي وضعیتونه منعکس کړي، څو نړیوالو ته د هیواد ثبات روښانه شي. هغه همداراز غوښتنه کړې چې اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو لپاره «اسلامي امارت» ته لاسرسی برابر شي. اوتونبایوا ویلي، چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به د طالبانو حکومت پېغامونه او د افغانستان فرصتونه له نړیوالو سره شریک کړي او ژمنه یې کړې چې د راستنېدونکو او د کاري زمینو د برابرولو لپاره به هڅې جاري وساتي.
Image from Hamasa Media: ‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د یوناما له م...

Comments