Hamasa Media
Hamasa Media
June 5, 2025 at 03:14 PM
د طالبانو د اصلاحي کمیسیون له لوري د دې ډلې د فعال رحیم سکندر تر نیول کیدو او جبري اعتراف وروسته د طالبانو ګڼو پلویانو د خپل حکومت دغه چاره غندلې او د خپلو ملګرو پر وړاندې یې بې اصافي بللې. طالب پلوي ټولنیز فعال مسلم کندزي لیکلي، چې په دومره قربانیو له راغلي نظام سره داسې کوچني کارونه هیڅ خوند نه کوي او داسې چارې ټول نظام تر سوال لاندې راولي. د فاتح کندز په نوم بل طالب فعال لیکلي:« مولوي سعيدالله صاحب! په یوه عادي اشتباه د خپل فکر ملګري نېول، بندي کول او بیا جبراً اقرار په عامه ميډيا کې له نظام سره نه ښایي. هر څوک چې يې له قدرت څخه ناسمه استفاده مه کوه، که چيرې مجرم وي؛ نو جزا بايد محکمه ورکړي نه ته.» په همدې حال کې بیا شریف خلیلي رحیم سکندر ته په خطاب کې ويلي:« یو وخت مې درته ویلي وو، چې د پاکستان خلاف څوک خبره نشي کولای.» ورته مهال بیا سهیل نور ویلي، چې د رحیم سکندر ټیلیفون له طالبانو سره دی او هغوی هم ورنه په خپله خوښه پوسټونه کوي. خبریال بلال سروري بیا وایي، چې پرون «جنرال» مبین پر پاکستان د نقد له کبله نیول شوی او نن بیا سکندر د دې له کبله نیول شوی، چې ویلي و، له هېواده بهر د جهاد د منع کېدو...
Image from Hamasa Media: د طالبانو د اصلاحي کمیسیون له لوري د دې ډلې د فعال رحیم سکندر تر نیول ...

Comments