Hamasa Media
Hamasa Media
June 6, 2025 at 05:30 AM
د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د پاکستان استخباراتي ادارې «ای‌اېس‌ای» له لوري ټاکل شوی او د خلکو له قهره به بالاخره د تېښتې لاره نیسي. هغه زیاتوي، هبت‌الله د واک پر مهال افغانستان له سخت اقتصادي بحران، بشري ناورین او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ کړی. سادات نوموړی «جاسوس» او «طاغوت» بللی او وایي، الله ظالمان نه خوښوي او حتمي به سزا ورکړي. سادات د طالبانو حکومت په لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت هم غږ کړی، چې له طالبانو جلا شي او د مخالفت جبهې سره یو ځای شي. هغه وایي، طالبان که هر څومره فشارونه راوړي، رژیم یې بقاء نه لري.
Image from Hamasa Media: د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د طالبا...
❤️ 2

Comments