Hamasa Media
Hamasa Media
June 6, 2025 at 12:03 PM
د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبان به یو ځل بیا له منځه ولاړ شي. هغه د لوی اختر په مناسبت په انقره کې خپلو پلویانو ته وویل، طالبان باید د شاتګ پر مهال د سختو خطرونو تمه ولري. هغه ډاډ ورکړی چې طالبان به لکه د تېر ځل په شان بیا هم له واکه ولوېږي. دوستم ویلي:«ملت دې ډاډه وي، طالبان لکه څنګه چې راغلي، هماغسې به لاړ شي. زه ټوکه نه کوم.» نوموړي ټینګار وکړ چې دا ځل طالبان د تېښتې هېڅ لاره نه لري، ځکه د شمال ټولې لارې د طالبانو د مخالفینو په لاس کې دي.
Image from Hamasa Media: د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبان به یو ځل بیا ل...

Comments