Hamasa Media
Hamasa Media
June 7, 2025 at 09:10 AM
د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح، د ټرمپ له ادارې څخه د ایلان ماسک د جلا کېدو په تړاو ویلي چې یوازینی د تاسف وړ ټکی دا دی چې ماسک ونه توانېده د هغه ۴۰ تر ۶۰ میلیون ډالرو نغدو پیسو مخه ونیسي چې د امریکا له خوا طالبانو ته هره اونۍ ورکول کېدې. صالح مخکې هم د افغان وګړو پر سفر بندیز ته غبرګون ښودلی و او د ټرمپ ادارې ته یې ویلي وو چې د افغانانو پر سفر بندیز لګولو پر ځای، طالبانو ته د پیسو لېږل بند کړي. نوموړي دا کړنه د ټرمپ له ارزښتونو سره په ټکر کې بللې.
Image from Hamasa Media: د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح، د ټرمپ له ادارې څخه د ایلان...

Comments