
Hamasa Media
June 7, 2025 at 01:27 PM
د افغان مېرمنو د برخې فعالې ډیوې پتنګ د مارشال عبدالرشید دوستم وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې د دشتې لیلې د شهیدانو د زور له کبله "ته" د مارشالۍ له رتبې سره له هېواده تښتېدلی یې.
هغې دوستم ته ویلي، طالب اوس ستا د پیدایښت پرځای واکمني کوي.
پتنګ زیاتوي، دوستم دې د دشت لیلې د پېښې تکرار نه؛ بلکې د ځان خیر وغواړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ مارشال عبدالرشید دوستم ویلي وو، چې پر طالبانو به د دشت لیلې د پېښې تاریخ تکرار کړي.
