
هندوکش غږ
June 2, 2025 at 12:15 PM
۳۳ کاله وړاندې د وخت د کمونستي حکومت له نسکورېدو سره، افغانانو له ډېرو کړاوونو وروسته دا فرصت وموند چې د یو او بل ترڅنګ ودریږي او هغه اسلامي نظام رامنځ ته کړي چې د قائمولو لپاره یې ورته پاڅون کړی و.
هغه ارمان ته د رسېدو لپاره چې د دې خاورې شهیدانو یې د تحقق لپاره خپل خوږ ژوند قرباني کړی و ډېر څه نه وو پاتې، چې په دغه وخت کې د کورنیو ورانوونکو جګړو فتنې لکه د سرطان غدې یو په بل پسې د دې وطن ښارونه، ولسوالۍ او کلي ونیول.
هغه جګړې چې اصلي طراحان یې هماغه جنګ سالاران وو، کوم چې د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په وخت کې یې ځانونه د رښتینو مجاهدینو په لیکو کې شامل کړي وو او د دین په نوم یې ځان ته ځای او مقام جوړ کړی و.
د جمهوریت د تورې دورې له پای ته رسېدو او پر افغانستان د دغو بدنامو څهرو له واکمنۍ ختمېدو وروسته، اوس چې د دوی شوم پلانونه ناکام شوي دي، یو ځل بیا یې هماغې کرکجنې حربې ته مخه کړې او شپه او ورځ د قومي جګړو د راپارولو په هڅه کې دي، ترڅو له دې لارې بېرته واک ته د خپل راتګ زمینه برابره کړي.
دا کسان د جعلي اکاونټونو جوړولو او په مجازي فضا کې د قومي، ژبني او مذهبي توپیرونو په اړه د منفي تبلیغاتو په خپرولو سره غواړي یو ځل بیا د دې خاورې کړېدلی ملت د خپلو شومو او ناپاکو موخو قرباني کړي.
له همدې امله کله د مستعارو نومونو په کارولو سره ځانونه په تاجک قوم پورې منسوبوي او د پښتنو پر ضد خبرې کوي، د خراسان غوښتنې مضحکه ادعا کوي او د هېواد د وېشلو غوښتنه کوي او کله هم په هغو اکاونټونو سره چې پښتنو ته منسوبیږي، د نورو قومونو پر ضد ناسمې خبرې کوي.
سره له دې چې دا کسان د افغانیت او ولس تر نقاب لاندې پټ شوي دي او ځانونه د ملت خواخوږي بولي، خو په حقیقت کې دوی د خپلو استخباراتي بادارانو په لاس کې بې ارزښته مهرې دي او د بهرنیو قدرتونو په لاس کې د نانځکې رول لوبوي.
دا شیطاني او ناکامې هڅې په داسې حال کې روانې دي چې نن د افغانستان اکثریت خلک تر بل هر وخت ډېر وحدت، ارامتیا او د عدالت او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ نظام غواړي؛ یوه داسې غوښتنه چې د هغو تش په نامه افغانانو له خوښې خلاف ده، کوم چې له هېواد بهر ناست دي او شپه او ورځ د پردیو په امر د خلکو د ارامتیا په ګډوډولو پسې دي.
د دې توطیو یو له هغو اړخونو څخه چې لږ ورته پاملرنه شوې، د بهرنیو رسنیو او بهرنیو فکري مرکزونو هدفي کارول دي، چې په لویو پانګونو سره هڅه کوي د فتنهاچوونکو غږ اوچت کړي او په هېواد کې د قومي نارضایتۍ مصنوعي فضا رامنځ ته کړي.
دا رسنۍ نه تنها د دروغو او فریب خپرولو لپاره زمینه برابروي، بلکې د حقایقو په تحریفولو سره هڅه کوي چې د جلاد او قربانۍ ځای بدل کړي او د پرون ورځې جنایتکاران د نن ورځې د ژغورونکو په توګه معرفي کړي.
خو دا ملت نور د ازمویل شویو څهرو په چلونو نه دوکه کېږي او نن په ښه توګه پوهیږي چې د هېواد د نجات لاره د قومونو په شخړو کې نه، بلکې د دې خاورې د ټولو مسلمانانو ترمنځ په خواخوږۍ او ورورګلوۍ کې ده.
بېشکه هغه ملت چې کلونه، کلونه د قومي او مذهبي اختلافاتو قرباني و، اوس اړتیا لري چې په خپلو دیني او کلتوري مشترکاتو باندې په تکیه کولو سره د روښانه او عزتمنده راتلونکې جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي او پرېنږدي چې کورني او بهرني دښمنان یو ځل بیا دوی د واکغوښتونکو د شومو غوښتنو نانځکه وګرځوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h

❤️
👍
🔥
🙏
9