
هندوکش غږ
June 2, 2025 at 03:06 PM
احمد شاه مسعود د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو له هغو څهرو څخه دی چې په نوم اورېدلو سره یې د افغانانو ذهن ته، که یو خوا د شوروي اتحاد په وړاندې مبارزه ور یادیږي، خو بل خوا بیا د ياد شخص ناوړه کړنې یعنې جاسوسي، قومي تعصب او نورې سترګو ته نېغې ودریږي.
احمدشاه مسعود د شوروي یرغل پر مهال ځانګړی شهرت ترلاسه کړ خو دا شهرت تر ډېره د غرب د ګټو پر اساس د بهرنيو استخباراتو له لوري د تمويل کېدونکو بهرنیو رسنیو او ځانګړو فرانسوي ژورنالیستانو په توسط رامنځ ته شو، د نوموړي دا شهرت د تبلیغاتو او غرب پلوه انځورګرۍ له لارې وده وکړه.
احمدشاه مسعود په ظاهره د شوروي اتحاد په وړاندې د مبارزې غږ بدرګه کاوه، خو عملي فعالیتونه او ځينې وېډيويي کلیپونه یې دا روښانه کوي چې یاد شخص اکثره وخت وسلواله جګړه د خپلې سیمې، ژبې او قوم پر محور څرخول.
احمدشاه مسعود په شعوري توګه د خاصو قومونو پر بنسټ تشکیلات رامنځ ته کول، د دفاع وزارت، استخباراتو او مهمو دولتي څوکيو ته یې خپل پلویان ټاکل، چې يادې چارې د افغانستان د قومونو ملي یووالی له منځه يووړ.
احمدشاه مسعود بېلابېل قومونه د خپلو ګټو لپاره د ابزار په توګه استعمال او د نیابتي جګړو لپاره یې وسیله وګرځول. د ځینو پښتنو قوماندانانو سره یې لنډ مهاله تړونونه وکړل، خو کله چې یې اړتیا پوره شوه، له هغوی څخه یې مخ واړوه او همدا ډول یې د شمالي ټلوالې په جوړښت کې د ازبک، هزاره او نورو قومونو شتون زیاتره وخت د خپل واک د پراخولو لپاره کاراوه.
احمد شاه مسعود د خپلو داخلي سیاسي رقابتونو په ترڅ کې، نه تنها له حزب اسلامي، بلکې له ډېرو نورو جهادي ډلو سره په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې دا رقابتونه د نورو استخباراتي ادارو د استخباراتي ملاتړ پر اساس تاوده شول.
د احمد شاه مسعود اړیکې د فرانسې، ایران، هند او حتی شوروي اتحاد سره ښې وې او له دې لارې یې له هغوی څخه استخباراتي، نظامي او مالي ملاتړ ترلاسه کاوه، خو ترڅنګ یې یادو اړيکو احمدشاه مسعود د یوې نیابتي لوبې مهره وګرځوله.
د افشارو پېښه د ۱۹۹۳م کال د فبرورۍ پر ۱۱مه او ۱۲مه نېټه د کابل په لوېدیځ کې د هزاره ګانو پر ضد د احمدشاه مسعود، دوستم او سیاف د ملېشو له خوا رامنځ ته شوه چې د افغانستان د کورنۍ جګړې له تر ټولو خونړیو پېښو څخه شمېرل کېږي.
د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch)او نورو د راپورونو له مخې، د احمدشاه مسعود او سیاف د ملېشو له خوا د افشارو او کارته سه په سیمو کې له ۱۰۰۰ څخه زيات هزاره وګړي ووژل شول او شاوخوا له ۷۰۰ څخه تر ۷۵۰ پورې کسان د سیاف د وسله والو له خوا له ځان سره يووړل شول، چې ځينې یې خلاص او ځینې تر اوسه پورې نادرکه دي.
د افشارو پېښه د هزاره وګړو د وژنې، تاوتريخوالي او د قومونو ترمنځ د کرکې يوه دردونکې بېلګه ده، چې د افغانستان د تاريخ حافظې به یې هېڅکله مسخ نه کړي او ياده ناوړه تراژیدي به اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته د احمدشاه مسعود توره څهره بربنډوي او د يوه قاتل، جاسوس او پرديپال په نوم به یې ورپېژني.
په ځينو مواردو کې احمدشاه مسعود له شوروي اتحاد سره موقت اوربندونه وکړل او له شوروي سره د جهاد پر مهال داسې اسناد او شواهد هم شتون لري چې ځينې وختونه یې له شوروي ځواکونو سره مستقيمې اړيکې نيولې او هڅه یې کول چې د پنجشېر دره له نیولو څخه وژغوري.
د ليکوال له لوري په ليکل شوي کتاب «د روسانو سیاست په افغانستان کې» لیکلي، چې مسعود د افغانستان ضد جګړو کې له روسانو پلان اخیسته، چې دغه پلانونه افغانستان ته په ډېره ګرانه بیه تمام شول.
ځينو کتابونو او معتبرو مقالو کې دا هم لیکلي، چې احمدشاه مسعود له روسانو سره په ۱۹۸۲م کال کې لومړی تړون لاسليک کړ چې درې مسايل په کې شامل وو: له روسانو سره د ببرک له پلويانو پټې خو مخامخ خبرې، د جګړې پر مهال د مسعود پوځي مرسته او د پنجشېر آزادي، خو په مقابل کی یې د استخباراتو د مشر کلينسويچ له خوا له مسعود سره د اتل کېدو ژمنه؛ کلينسويچ له مسعود سره په تړون کې په دې هوکړه وکړه، چې پر روسانو به مسعود بريد نه کوي، که د روسانو الوتکه ولوېده، نو د پيلوټ په ژغورلو کې به مسعود مرسته کوي او دوی به يې په مقابل کې مسعود ته پيسې او اسلحې ورکوي.
په دویم تړون کې چې د احمدشاه مسعود او شوروي ترمنځ وشو، په هغه کې د مسعود پيسې اووه لکه امريکايي ډالرو ته لوړې شوې او د ياد تړون په اساس په پروان کې جګړه ودريدل.
احمدشاه مسعود چې د افغانستان اکثریت وګړي یې د يوه پروتوکولي مشر په نوم پېژني، تر ډېره حده یې تنها د پروتوکول له لفظ سره اشنا دي، خو د پروتوکول اصلي ماهيت چې د شورويانو او مسعود ترمنځ شوی و، لاندې موارد پکې شامل وو:
١. د تاجکانو لپاره د ځانګړي سيمې ټاکل او هغوی ته خپلواکي ورکول.
۲. مسعود به د تاجکانو په ځانګړې سيمه کې د دوی په اصطلاح تروريستانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
۳. که مسعود د تاجکانو په ځانګړې سيمه کې له کوم ګواښ سره مخ شو، نو شورويان به يې مالي، پوځي او تر توپچي او هوايي بريدونو پورې مرسته کوي.
۴. په مرکزي حکومت کې د تاجکانو ځانګړو استازو ته برخه ورکول.
٥. تاجکان په پوځي ډلګيو کې نيول او د تاجکانو د ګټو ساتل.
٦. د تاجکانو په ځانګړې سيمه کې د امنيت او عادي ژوند سمون.
٧. د دولت له خوا د تاجکانو لپاره د سوداګرۍ زمينه مساعدول.
٨. د حيرتان او کابل لويو لارو او د تېرو شویو پايپ لينونو امنيت ساتل، همدا راز د سالنګ په مسیر کې د ټولو عملياتونو بندول او حتی دا چې پر روسانو به يو ډز هم نه کېږي.
٩. مسعود به د ورک شويو شورويانو او د وخت حاکم نظام د کارمندانو په راپيدا کولو کې مرسته کوي.
١٠. د لويې لارې په ۳۰ کيلومترۍ کې به عمليات بند وي او په نورو ساحاتو کې چې د مجاهدينو په ضد کوم عملياتونه کېږي، مسعود به د وخت حاکم نظام او شورويانو سره يو ځای په يادو عملياتو کې ونډه اخلي.
دغه تړون د شاهنواز تڼي، جنرال ګروموف او احمدشاه مسعود ترمنځ لاسلیک شوی و، د مسعود او حکمتيار اختلافات له همدې ځايه راپيدا شول، چې نوموړي به تل د ۴۰م لښکر په مرسته پر حزبيانو عمليات کول.
احمدشاه مسعود چې ځان غوښتونکی شخص و او هر وخت د قدرت او واک ترلاسه کولو لپاره د بهرنيو ملاتړو په لټه کې و او همدا تمه وه چې د خپل منځي جګړو بنسټ یې کېښود او داسې ناخوالې یې تر شا پرېښودې چې د ولسونو د تفرقې ته یې لار هواره کړل او د سیاسي رقابتونو له امله د ده انګېزې او مسیر انحراف وکړ. د اسلامي نظام پر ځای یې د یوې تنظیمي واکمنۍ او د ملي یووالي پر ځای د شمالي ټلوالې بنسټ کېښود.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h

❤️
👍
🗡️
😂
🤲
14