هندوکش غږ
هندوکش غږ
June 3, 2025 at 01:16 PM
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني او ورسره پلاوي نن سه شنبه (د غبرګولي، ۱۳مه) د سکینډېناوي هېوادونو (سویډن، ناروې او ډنمارک) له یوه پلاوي سره په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت او تابعیت تذکرو د وېش په تړاو خبرې کړي. د خبرپاڼې له‌مخې، په دې ناسته کې له ناروې هېواد څخه مېرمن هیلینګ باربو او جوهانیسن لاین او د سویډن هېواد څخه مېرمن فاګرلین کیاماري ګډون کړی و، او په یادو هېوادونو کې‏ یې افغان کډوالو ته د تابعیت تذکرو وېش کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د هویت د تثبیت په هکله د همکارۍ غوښتنه کړې. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني په دې کتنه کې ویلي، چې ا.ا په ځانګړې توګه‏ دا اداره، د بهر مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او تابعیت تذکرو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمنه ده. ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې بهرمېشتو هېوادوالو ته د هویتي اسنادو د وړاندې کولو په برخه کې په متحده عربي اماراتو کې یې د آسان خدمت مرکز پرانېستی او په نږدې راتلونکي کې به ایران ته د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره یو پلاوی واستول شي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
Image from هندوکش غږ: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ...
❤️ 👍 8

Comments