
هندوکش غږ
June 3, 2025 at 03:23 PM
العربیه خبرې شبکې د لبنان امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د «محمود ایوب» په نوم د حزب الله ډلې یو غړی د صهیونیستي رژیم استخباراتو سره د همکارۍ په تور نیول شوی.
د راپور لهمخې یاد کس د جنوبي لبنان د النبطیه سیمې له «حاروف» ښارګوټي څخه نیول شوی دی.
ویل شوي چې نوموړی د «راغب حرب» روغتون مالي مدیر هم دی او له نیول کېدو سره یې په جنوبي لبنان کې جنجالونه راولاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اوونۍ وړاندې د محمد صالح مداح په نوم یادې ډلې یو بل غړی هم صهیونیستي رژیم ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و.
https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h

❤️
👍
⚰
🔪
😮
🪓
12