هندوکش غږ
هندوکش غږ
June 3, 2025 at 04:10 PM
د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ ورځ او نېټه: سه شنبه ۶ /۱۴۴۶/۱۲/ ھ ق. - [ ] افغانستان: ۱_کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي. ۲_د خوړو نړیوال پروګرام: له ۲ میلیونه زیات خلک غزه کې له شدیدې لوږې سره مخ دي. ۳_د توکیو پوهنتون له څېړونکو سره د اقتصاد وزارت د سرپرست لیدنه؛ د ا.ا پر مهمو لاسته‌ راوړنو خبرې شوي. ۴_د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وزير شيخ محمد خالد حنفي: اسلام په شخصي حريم د تېرې اجازه نه ورکوي، محتسبين دې له اجازې پرته د چا موبايل او جېب نه ګوري. ۵_کابل کې نږدې دوه سوه تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي. - [ ] سیمه: ۱_د پاکستان د کراچۍ ښار له مرکزي زندان څخه شاوخوا دوه سوه بندیان تښتېدلي. ۲_تاجکستان وايي د کاسا زر پروژه د ۲۰۲۶ کال تر پايه بشپړېږي. - [ ] منځنی ختیځ: ۱_اسرائيلو په بېګانۍ جګړه کې د خپلو درې عسکرو وژل کېدل تاييد کړل. - [ ] نړۍ: ۱_د امريکا د بهرنيو چارو وزير اسرائيلو سره اړيکې درلودونکي درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي. ۲_د القاعدې غورځنګ پوځي څانګې سومالیا کې د صلیبي ځواکونو جنګي چورلکه نسکوره کړې. ۳_د سويډن، ناروې او ډنمارک هېوادونو يوه پلاوي د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې. ۴_جنوبي لبنان کې جنجال؛ د حزب‌الله يو غړی اسرائیلي استخباراتو سره د همکارۍ په تور نیول شوی. پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ. https://hindukushpa.com/%d8%af-%d9%86%d9%86-%d9%88%d8%b1%da%81%db%90-%d8%af-%d9%85%d9%87%d9%85%d9%88-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%ba%d9%88%d8%b1%da%86%d8%a7%da%bc-136/
❤️ 👍 😢 🫀 10

Comments