
هندوکش غږ
June 5, 2025 at 05:23 AM
د امریکا متحده ایالتونو د چهارشنبې په ماښام د غزه کې د بېړني اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شوری پرېکړه لیک ویټو کړ.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شوری ۱۴ غړو دغې مسودې ته موافقې رایې ورکړې؛ خو د امریکا متحده ایالتونو هغه ویټو کړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دائمي استازي له رایه اچونې وړاندې د امنیت شوری غړو ته ویلي، چې دغه هوکړه لیک غزه کې د اوربند لپاره د امریکا هڅې کمزورې کوي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا له دې وړاندې هم غزه کې د جګړې د پایته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شوری څو نور پرېکړه لیکونه هم ویټو کړي دي.
https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h

😢
😡
❤️
❌
🔥
😂
🫀
🫏
25