هندوکش غږ
هندوکش غږ
June 6, 2025 at 09:43 AM
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندوز ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو د استخباراتي منسوبینو په همکارۍ د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کي د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی. د یاد وزارت په وینا، یاد کس څو ورځې وړاندې د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ څخه تښتول شوی وو او انسان‌تښتوونکو یې له کورنۍ د خلاصون په بدل کې د ٥٠ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه. کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پولیسو په همدې تړاو ٣ تنه نیولي هم دي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وپېژندل شي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
Image from هندوکش غږ: د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندوز ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو د استخب...
❤️ 👍 😢 🫀 13

Comments