هندوکش غږ
June 6, 2025 at 06:39 PM
د حج او اوقافو وزارت د جوماتو د انسجام ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د لوی اختر د لمانځه د اداء کولو وخت د سهار اووه بجې ټاکل شوی او ټول خطبیان دې له ټاکلي وخت څخه تأخیر نه کوي.
خبرتیا زیاتوي چې دا سپارښتنه د رسمي او هم غیر رسمي خطیبانو لپاره ده، تر څو د لوی اختر د لمانځه او قربانۍ مراسم پر وخت ترسره شي.
https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
❤️
👍
🍁
🤲
17