
هندوکش غږ
June 6, 2025 at 07:16 PM
*د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د هندوکش غږ ادارې پیغام*
هندوکش غږ اداره د لوی اختر د مبارکې ورځې په ویاړ ټول اسلامي امت، په ځانګړي ډول د افغانستان غیور، صابر او سرلوړي ولس ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوي.
لوی اختر د حضرت ابراهیم علیهالسلام د تسلیمۍ، وفادارۍ او بېسارې سرښندنې ژوندی درس دی. دا اختر موږ ته دا الهام راکوي چې د حق په لاره کې قرباني عزت دی، وفا قوت دی او طاعت بریا ده. دا ورځ یوازې د خوښیو نه، بلکې د روحاني پخلاينې، دروني ودې او ایماني تجدید ورځ ده.
اللهﷻ دې زموږ او ستاسو قربانۍ، طاعات، دعاوې او زحمتونه قبول کړي. زموږ ټولنه دې د رحمت، وحدت، عزت او سوکالۍ په لور رهبري کړي.
درنو هېوادوالو! راځئ چې دا مبارک اختر د مهربانۍ، ورورولۍ او یووالي په فضا کې ولمانځو. له کینو او کرکو نه زړه پاک کړو، خپل تېر اعمال اصلاح کړو، قهرجنان راخوشحاله کړو، یتیمانو ته خوښۍ ورکړو، د کونډو کورونو ته د امید دروازې شو او بېوسو ته د عزت لاس ورکړو.
*هندوکش غږ ستاسو د احساس او خاموشو هیلو غږ.*
https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h

❤️
👍
❤
🫀
🍁
💯
🤍
🩷
41