هندوکش غږ
هندوکش غږ
June 7, 2025 at 04:11 PM
‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چې د دغه وزرات د مالي او اداري معین ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ پلاوي د روسیې په نړیوال ډیجیټال کنفرانس کې ګډون او وینا کړې. ښاغلي الکوزي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، په یاد کنفرانس کې د نړۍ له لسګونو هېوادونو څخه د مخابراتو، ډیجیټل ټکنالوجۍ، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد او ښې حکومتولۍ په برخو کې لوړپوړيو چارواکو، متخصصینو او پانګوالو ګډون کړی و. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستیال په دغې غونډه کې د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ په برخه کې په پرمختکونو او یو شمېر ننګونو خبرې کړي دي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
Image from هندوکش غږ: ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چ...
❤️ 👍 10

Comments