هندوکش غږ
هندوکش غږ
June 8, 2025 at 05:20 AM
ایراني رسمي دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارو د اسرائیلو د اټومي پروګرامونو او تأسیساتو اړوند په لويه کچه حساس معلومات غلا کړي دي. سرچينې وايي، د دغو اسنادو د ترلاسه کولو عملیات څه وخت مخکې ترسره شوي وو؛ خو د معلوماتو د حجم د زیاتوالي او د هغوی د خوندي انتقال د اړتیا له امله هغه وخت رسنيز نه شول. د ايران د استخباراتي ادارو له منځه ځينو سرچينو ويلي، چې د ترلاسه شویو اسنادو اندازه ډېره زیاته ده او د بشپړې ارزونې لپاره، چې عکسونه او ویډیوګانې هم پکې شاملې دي، ډېر وخت ته اړتیا وه. راپور د اسنادو د کره محتوا یا د هغوی د ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي. ياده دې وي، چې اسرائيلو تر اوسه رسماً د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
Image from هندوکش غږ: ایراني رسمي دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارو د...
❤️ 👍 😮 🫏 🤺 🩷 🫀 20

Comments