هندوکش غږ
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 8, 2025 at 08:03 AM
                               
                            
                        
                            د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه امریکایي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې تائید کړه، چې دنړۍ لوی میلیاردر ایلان ماسک سره یې سیاسي اړیکې پای ته رسېدلي دي.
ټرمپ د خبرو پر دوام ګواښ کړی، د ماسک له خوا د ډیموکراټ ګوند د نوماندانو مالي ملاتړ به نوموړي ته خورا بدې پایلې ولري.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، ټرمپ دا مهال پر ایلان ماسک د لا زیات فشار واردولو په موخه د نوموړي له شرکتونو سره د امریکایي ادارو د قراردادونو پر لغوه کولو غور کوي.
د ټرمپ او ماسک ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ رسنیزې شوې، چې ماسک د ټرمپ پر نوي مالیاتي لائحې توندې نیوکې وکړې او هغه یې کرغېړنه وبلله.
https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            😂
                                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👏
                                        
                                    
                                        
                                            🏹
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            🗡
                                        
                                    
                                        
                                            😮
                                        
                                    
                                        
                                            🤺
                                        
                                    
                                        
                                            🫏
                                        
                                    
                                    
                                        24