
مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
June 4, 2025 at 04:39 PM
*#د عرفات ورځ به کله وي؟*
*مولوي عبدالهادي حماد*
د تېر کال را وروسته يوه خبره خورا ګرمه ده هغه داچي په سعودي کي د عرفات ورځ مخکي وي او په افغانستان کي وروسته وي.
خلک پوښتنه کوي چي موږ په کومه ورځ روژه ونيسو؟
ځيني وايي: په افغانستان کي د عرفات ورځ بدله سوې ده؟
ځيني وايي: په دنيا کي د عرفات ورځ يوه وي زموږ ورځ ولي جلا سوه؟
زه هم هک پک حيران سوم چي دا پوښتني ولي اوس را پيدا سوې؟ حال دا چي د سوو کالو څخه دغه د ورځي اختلاف را شروع دی په ځينو سيمو کي په يوه ورځ د عرفات ورځ وي او په ځينو سيمو کي په دوهمه ورځ وي همداسي د روژې او اختر په ورځو کي هم اختلاف وي.
د پورته خبري اړوند څو خبري د خپل کوتاه فکر او کوتاه علم مطابق کوم البته زما خبري هغه چا ته متوجه دي چي زما څخه مستفيد کېدای سي او د عقلي دلايلو پر ځای شرعي اصول د حکم اړوند معيار بولي د علماوو څخه بخښنه غواړم.
#يو:
د روژې د لومړۍ ورځي په تعين کي اختلاف ، د کوچني اختر په لومړی ورځ کي اختلاف ، د عرفات د ورځي په تعین کي اختلاف د سوونو کلونو څخه را شروع دی ددغه اختلاف وجه د علماوو په منځ کي د مطالعو اړوند اختلاف نظر دی چي ځيني يې معتبر بولي او ځيني يې نه بوليچي دا بيل علمي بحث دی.
#دوه:
کوم هيوادونه چي مخور علماء لري او په ديني علومو کي د استقلال دعوه لري هغوی هيڅکله د سعودي په اعلان د روژې ، اختر او عرفات اعلان نه کوي، لکه مصر ، ترکيه، هندوستان ، بنګلديش ، اندونيزيا ، مليزيا ، باکستان ، ايران او داسي نور... دوی د مياشتي د رانوي کېدو له پاره خپل تحقيق کوي ځکه نو ځيني هيوادونه په روژه او اختر کي د سعودي سره برابر وي او ځيني جلا وي.
#درې:
داچي دغه اختلاف ولي سته او دلايل يې چشي دي خورا اوږده موضوع ده يو وخت ما ليکنه ورباندي کړې ده دلته يې نه رانقلوم ځکه خبره ډېره اوږديږي.
#څلور:
تر لوی اختر يوه ورځ مخکي ورځي ته د عرفات ورځ ويل کيږي په هر هيواد کي چي تر اختر مخکي کومه ورځ اعلان سي هغه ورځ ددغه هيواد له پاره د عرفات ورځ بلل کيږي ژ روژه نيول ثواب لري دغه ورځ يوازي په حاجيانو پوري خاص نه ده او نه د حاجيانو تر وقوف پوري خاص ده بلکي دا ورځ د ټولو ده.
#پنځه:
په شريعت کي د مياشتي په نوي کېدو هغه وخت فيصله کيږي چي د تيري مياشتي دېرش ورځي پوره سي او يا مياشت وليدل سي او د ليدلو شاهدي يې قاضي قبوله کړي د حساب په قانون ، يا فلکي قانون باندي د مياشتي نوي کېدو حکم نه کیږي او نه په دې خبره د مياشتي نوي کېدو حکم کيږي چي څوک ادعا وکړي چي مياشت د دوو شپو معلوميږي.
#شپږ:
بخښنه غواړم د مياشت موضوع زما سره اړه نه لري خپل مسؤلين لري البته د ځينو عامو دوستانو د تشويش د حل په مقصد وايم چي زموږ په هيواد کي د عرفات ورځ د جمعې په ورځ ده د شنبې ورځ د لوی اختر ورځ ده که څوک روژه نيسي بايد د جمعې په ورځ روژه ونیسي داچي سعودي په دې ورځ اختر اعلان کړی دی حتماً به خپل دلايل لري خو زموږ له پاره هيڅ شرعي دليل موجود نه دی چي د جمعې ورځ د اختر ورځ اعلان سي ځکه دسې شنې ورځ د ذوالفعډې د مياشتي ۲۹ تاريخ وو ، د سې شنې په ورځ نه د لوی اختر مياشت ليدل سوې ده او نه د ذوالقعدې د مياشتي دېرش ورځي پوره سوې وي نو هيڅ شرعي دليل د مياشتي د نوي کېدو له پاره نسته.
#اوه:
ځيني خلک د مياشتي په لومړی ورځ کي اشتباه سي کله چي مياشت وويني نو وايي تېره ورځ د مياشتي لومړۍ ده ځکه مياشت مي وليدل حال داچي شپه تر ورځي مخکي ده چي مياشت وليدل سي سبا ورځ د مياشتي لومړۍ بلل کيږي سږ کال بيخي ډيرو خلګو د چهارشنبې په ورځ مياشت وليدل او په پوره ګيله به يې ويل چي مياشت ټولو خلکو وليدل ولي د چهارشنبې ورځ د مياشتي لومړی ورځ اعلان نه سوه؟ حال داچي په سه شنبه که مياشت ليدل سوې وای نو چهارشنبه به د مياشتي لومړۍ ورځ واي او د سه شنبې په ورځ په ټول افغانستان کي چا نه ده ليدلې او نه هم دتيري مياشتي دېرش ورځي پوره وي نو که په تاسو کي څوک ددې کار مسؤل سي په کوم دليل به مياشت نوې اعلان کړئ؟
داخبره بېله ده چي موږ د سعودي تابع نه یو پر دې موضوع خورا ډېر دلايل سته چي ډېر پخوا ما ليکلي دي.
#په درنښت ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد ذوالقعده ۱۴۴۶ هق
https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y

❤️
👍
🏳️
👏
❤
🌺
🤍
🧏♀️
64