مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
June 6, 2025 at 06:14 AM
*د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ اختریزه خبرتیا* د غزني ولایت غیورو، بااحساسه او مجاهدو ولسونو ته، او همداراز ټولو معززو مېلمنو ته چې د اختر په شپو او ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه غزني ولایت ته راځي، د بشپړ امنیت ډاډ ورکوو. له ټولو څخه هیله لرو چې د اختر په مبارکو شپو او ورځو کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره د ښاري نظم او امن په ټینګښت کې لازمه همکاري وکړي. ډاډه اوسئ چې د غزني زړور او میړني پولیس شپه او ورځ ستاسو د امنیت او خدمت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. همداراز، له ولس څخه هم د همکارۍ غوښتنه کېږي. که له کومې ستونزې سره مخ شئ، مهرباني وکړئ له موږ سره په دې شمېره (۰۷۹۴۳۱۳۰۰۷) اړیکه ونیسئ. لطفاً د هوایي ډزو، پټاکیو کارولو، پېر او پلور څخه په کلکه ډډه وکړئ، څو د هېوادوالو اختر خوشحاله، امن او له ګډوډۍ څخه پاک پاتې شي. د سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
❤️ 👍 🤲 🇦🇫 🌷 🍇 😮 76

Comments