مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
June 6, 2025 at 03:53 PM
د غازي هلمند ولسونو د غـ'زې مظلومو سره د اختر په دې ویرجن بهیرکې 4338$ ډالریزه مرسته وڪړه او د فلسطینیانو په خوله مسکا خپره ڪړه! د افغان غږ د دوامداره مرستو په روان بهیر کې په داسې حال کې چې اسلامي امت د خوښۍ اختر لمانځي، زموږ زړه بیا له غمونو ډک دی. د فلسطین زخمي زړونه، د غزې لوږه، ویره او بمباري د هر مؤمن وجدان ته چیغه کوي. خو الحمدلله، د افغانستان مؤمن ولس، خصوصاً د هلمند غیور بچي بیا هم د خپل وجدان ژغ ته لبیک وايي. دا ځل د هلمند ولایت پنځمه مرسته د افغان غږ ادارې له لوري د کریشک ولسوالۍ د علماوو کرامو او عامو مسلمانانو په هڅو او د قدر وړ عالم، الشیخ محمد ناصر حفظه الله، او د هغه نېکو زامنو او د عبدالحی ممتاز صیب د زړه له کومې مرسته وکړه. دا یو کرم، غیرت، او همدردي ده چې یوازې د الله ﷻ رضا لپاره شوې. همداراز، د هلمند له بېلابېلو سیمو نه یو شمېر مخلصو، بااحساسه او غیرتمندو خویندو وروڼو هم له دې کاروان سره برخه واخیسته، چې دبعضو نومونه یې دا دي: المولوي عبد الرازق آغا الحاج امیر حمزه نقيب الله إقدام الحافظ المولوي عبد الحكيم حقاني محمد داود ملک زی حافظ محب الله جابر الحاج عبدالقاهر د دوی له لوري ټول ټال مرسته 4338$ ډالر ڪیږي . د ادارې واتساب نمبر 0795544044 ممو اکاونټ 0777175135 https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y
❤️ 👍 😢 🫀 🤲 🇵🇸 🌷 💪 😂 66

Comments