
مجاهد ټکی ڪام Mujahid.com
June 6, 2025 at 05:12 PM
د افغان غږ دوامداره مرستو په لړکې په داسې حال کې چې د غزې مظلوم ولس د بمونو، لوږې، ویجاړۍ او یتیمۍ له ژوند سره مخ دی، د افغان امت زړونه نه دي چوپ پاتې. د غم دا لوی دریاب چې پر فلسطیني مسلمانانو راغلی، د افغانانو له زخمي تاریخ سره ژور تړاو لري.
یاده مرسته
د واغظ ولسوالۍ د شهرک مجاهدينو او
علي والدین مسافر
او عادل، د هلمند ولایت د لشکرګاه ښار
او شیخ صاحب عبد الواسع
مسافر خاكسار لخوا
چې ټوټل، ۱۰۰۰ امریکایي ډالر د صوت الافغان ادارې ته وسپارل شول، چې د فلسطین مظلومو خلکو ته د مرستې په نیت واستول شي.
دغه مرسته د افغان امت په استازولۍ منصور افغان له لارې، لسو اړمنو کورنیو ته په غزه کې وسپارل شوه
د افغانستان خلک، که څه هم پخپله له اقتصادي ستونزو مخ دي خو لا هم د امت له درد سره ژوندي دي. دا مرسته یوازې ۱۰۰۰ ډالر نه وو، دا د افغان زړه درد و، د مسلمان وحدت و، او د یوه زخمي ملت له لوري بل زخمي ملت ته د امید یو څرک.
الله تعالی دې د ټولو مرستهکوونکو ته اجر عظیم دې ورکړي.
0795544044 واتساب
https://whatsapp.com/channel/0029Vb21MFACBtxBKpdV2e40
❤️
👍
❤
🌷
🤲
🙏
41