فکري يرغل
فکري يرغل
May 11, 2025 at 02:58 AM
*ودریږئ!* ام المومنین صفیة بن حیي کیسه کوي، چې *رسول الله ﷺ* جماعت کې اعتکاف ته ناست وو، نو زه یی د شپې لیدو ته ورغلم او ور سره وغږیدم، بیا چې د تلو په نیت پاڅیدم; *هغه ﷺ* هم را سره پاڅید چې ومې رسوي، پدې کې دوه تنه انصار تیریدل او چې *نبي کریم ﷺ* یی ولید چټڪ سول ، نو ده ورته کړه: په کرار ځئ دا صفیة بن حیی ده! هغوي دواړو ویل: *سبحان الله د الله رسوله!* مطلب یی دا وو چې مونږ به اوس په تا باندې بد ګوماني کوو د الله رسوله! *نبی کریم ﷺ* ورته وفرمایل چې شیطان په انسان کې د وینې غوندې ګرځي او زه وویریدم چې ستاسو په زړونو کې څه بد ګوماني در ونه غورځوي! دوه لوی دريځونه دي ښه چورت پکې ووهه: لومړی دا چې: مدینه خورا امن وه او که صفیة د شپې یوازې هم ستنه شوی وی، نو د کوم شي ویره نه وه، خو *نبي کریم ﷺ* له اعتکافه راوځي او هغه تر کوره رسوي، هغه پدې هم پوهیده چې صفیې لاره لیدلې ده، خو ده غوښتل چې هغه پوه کړي، چی دی ورته پام کوي! کله دا ضرور نه وي چې ته ورته ووایی چې په ما ډيره ګرانه یی، ځينې واړه دریځونه او د ژوند عادي چارې شته چې د 《 *په ما ګرانه یی* 》له ټکو ډير زور پکې وي! کله دې يې خولې ته د يوې ګولې ور جیګولو تکلیف کړی دی، یا دې له سرکه د تیریدو پر محال له لاسه نیولې ده، او یا دې د یخنۍ پر محال خپل څادر د هغې په اوږو اچولی ده؟ ځیني شیان ډیره سختي نه غواړي خو د هغې په نزد ډيره لویه معنی لري! دوهم دا چې: سره له دې چې *هغه ﷺ* لدې لوی وو چې بد ګوماني پرې وشي د زمزم اوبو په څير پاک او له تصور پورته پرهیز ګار وو، خو بیا یی هم سړي ودرول او پوه یی کړل چې دا ښځه کومه چې له ده سره ده دا یی خپله بی بی صفیة ده! هغه ﷺ غوښتل مونږ پوی کړی، چې یوازی دا بس نه ده چې انسان حرام کارونه پریږدي، بلڪې د شک له هغه ځایونو هم ځان خوندي وساتي، چې خلکو ته دا شک ور اچوي چې دا په حرامو ور ګډ دی. د شک په ځای کې ځان مه راوله، چی خلک درباندی بد ګومانی ونه کړی، د بشري نفس طبیعت دا دی چې د نورو په کړنو بد ګومانه وي، د نشو او تماشو په مجلس مه ور ګډیږه، اګر که د نصیحت لپاره ورځې، ځکه چې کوم خلک تا هلته ویني دستي دا ګمان کوي چی ته هم ور سره یی! د نصيحت وخت او ځای مالوم وي. بالمقابل په خلکو بد ګوماني مه کوه، که څوک دې له کومې ښځې سره په خبرو ولید، نو ضرور نه ده چې دواړه به څه اړیکه لري، او ستا سر چې له کومو خیالاتو ډک دی، هغه ښایی تش هغه وسوسې وي چې شيطان در غورځولي دي! هر سړی چې له کوم ګناهګار سره غږیږي، نو دا حتماً د هغه غوندې نه وي! ژوند کله لکه بازار داسې وي، دوه داسې کسان هم سره پکې مخ کیږي، چې دواړه به هیڅ یو بل پيژني نه، او د ټوپکو دکان کې د ښکار ټوپک هم خرڅیږي او د وژنې ټوپک هم، *نو بد ګوماني دې وغورځوه!*
❤️ 2

Comments