فکري يرغل
فکري يرغل
May 12, 2025 at 12:33 AM
*د رسول الله ﷺ د وفات غم !* رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې زما (له وفات وروسته) تعزیت وشي؛ خامخا به خلک خپلو کې یوه بل ته تعزیت او تسلیت وايي! راوي وایي: نو هغه مهال به خلکو ویل: د دې څه مطلب دی؟! کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، نو خلک به چې سره مخامخ کیدل یوه بل ته به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کې تعزیت وایه! عن سهل بن سعد رضي الله تعالى عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: سيعزي الناس بعضهم بعضا من بعدي التعزية بي. فكان الناس يقولون : ما هذا ؟ فلما قبض رسول الله صلى الله عليه وسلم لقي الناس بعضهم بعضا يعزي بعضهم برسول الله صلى الله عليه وسلم. رواه ابن سعد (2 / 275) وأبو يعلى (4 / 1824) والطبراني. یعني ټول صحابه کرام د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وفات دومره خپه او غمژن وو چې د رسول الله له وفات وروسته به کله سره مخامخ کیدل یوه بل ته به یې تعزیت وایه. لکه د البيهقي په یوه روایت کې راغلي، ام سلمة رضي الله عنها وايي: د رسول الله د وفات غم او مصیبت څومره دروند او سخت و ؟! له هغه وروسته به چې موږ هر یوه ته کوم مصیبت ورسید او د رسول الله د وفات غم به مو رایاد کړ، هغه مصیبت به راته اسانه شو! عن أم سلمة رضي الله تعالى عنها قالت : يا لها من مصيبة ما أصبنا بعدها بمصيبة إلا هانت ، إذا ذكرنا مصيبتنا به صلى الله عليه وسلم. حامد افغان

Comments